د ایکنا د راپور له مخې، د تهران په اسلامی انقلاب میدان یا چوک کې د صهیونیستي رژیم په تیریګرو بریدونو کې د شهيدانو د جنازو د دستورو له پیل سره سم، عربي او غیر عربي رسنیو دغو مراسمو ته پراخ پوښښ او انعکاس ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دا مراسم د ایران د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره کیږي.
د فرانسې خبري اژانس:
د فرانسې خبري اژانس(فرانس پریس آژانس )پرون (شنبه) ولیکل چې په تهران کې د کابو۶۰ کسانو، په شمول د پوځي قوماندانانو، چې له صهیونیستي رژیم سره په جګړې کې شهيدان شوي، د ولس په میلیوني شتون سره ئې د جنازو دستورې ترسره شوې.
د دغه خبری آژانس په راپور کې راغلي: د اسرائیلو د بریدونو په پایلې کې د مړو شویو ایټمی ساینسپوهانو او پوځي قوماندانانو او ان د ماشومانو د جنازو مراسم د سهار ۸:۰۰ بجو څځه د تهران په ځای وخت پیل شول. البته خلک له سهار وختی د تهران پوهنتون په شاوخوا واټونو کې غونډ شوي وو.
سيانان:
د سيانان ټيلیوژنی چینل ویبپاڼې ولیکل چې په تهران کې لوی شمېر خلک راټول شوي او د بیرغونو او پوسټرو په پورته کولو سره یې د ۶۰ کسانو یاد تازه کړ، چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمینځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې د لوړ پوړو پوځي چارواکو او ایټمی ساینسپوهانو په توګه شهيدان شوي دي.
آسوشیتدپرس:
د آسوشیتدپرس خبري اژانس په یوه راپور کې ولیکل: پرون لسګونو زره عزاداران د تهران د مرکزي واټونو پر لور روان شول څو د سپاه پاسداران د قوماندان، نورو لوړ پوړو پوځي قوماندانانو او ایټمی ساینسپوهانو جنازې ، چې له وحشي او تیریګر صهیونیستي رژیم سره په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې شهيدان شوي، ترسره کړي.
المیادین:
د المیادین خبری چینل خبریال، چې د تهران په اسلامی انقلاب میدان کې موجود و، راپور ورکړ چې لوی شمېر خلک د صهیونیستي رژیم د بریدونو د ۶۰ شهيدانو د جنازو د مراسمو لپاره په دغه میدان کې راټول شوي دي.
المنار:
د المنار خبری چینل راپور ورکړ چې پرون له سهار وختي، حتی د مراسمو له پیل مخکې، د ایران خلک د دې شهيدانو سره د خپلې مینې د څرګندولو لپاره د مراسمو په ځای کې حاضر شول.
د الحدث چینل (سعودي عربستان):
د سعودي عربستان د الحدث چینل د ایران د اقتدار د شهيدانو د جنازو مراسمو ته په ژوندۍ پوښښ کې د دغو مراسمو کې د خلکو ګډون پراخ وباله.
اسپوتنیک:
د روسيې د «اسپوتنیک» خبري اژانس عربي څانګې د «ایران د پوځي قوماندانانو او ایټمی ساینسپوهانو په غم کې» تر سرلیک لاندې د تهران «د اقتدار د ۶۰ شهيدانو» د جنازو د دستورو انځورونه او راپورونه خپره کړل.
د صهیونیستي رژیم د تروریستي برید په پایله کې د شهيد شویو یو شمېر سردارانو، قوماندانانو، هستوي ساینسپوهانو او خلکو د پاکو جسدونو تشييع مراسم نن سهار، د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۷مه، چې د محرم الحرام له دویمې ورځې سره سمون لري، د پوځي او ملکي چارواکو او د خلکو د بېلابېلو قشرونو په حضور سره پیل شول. د ایران قدردانه او حماسهجوړوونکی ملت د ملي اقتدار د ۶۰ شهيدانو او د وطن د اتلانو پاک جسدونه په درنښت سره بدرقه کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4291287